اسلام آباد 02 اکتوبر(اے پی پی) د خزانې او محصولات وفاقي وزير سېنېټر محمد اورنګزېب وئېلي دي په ګرانۍ كښې زمونږ د توقعات نه زيات كمے راغلے٬ د تل پاتي معاشي استحكام لپاره اصلاحات ضرورت دي٬بينكنګ سيكټر ښه والي پلو روان دے٬حكومت به پالېسي فريم ورك وركوي٬بينكنګ سيكټر سرمايه كارو ته به آسانۍ وركوي۔په اسلام آباد كښې د پاكستان اكانومي ډيش بورډ پرانستې دستورې ته د وينا كولو په مهال ده وو??يل زمونږ معيشت ښه والي پلو روان دے٬د معاشي پرمختګ لپاره اقدامات كېږي٬د ګرانۍ شرح پرله پسې كمېږي۔ده وو??يل دا زمونږ آخري آئي اېم اېف پروګرام به په هغه صورت وي كله چې مونږ بنيادي اصلاحات وكړو۔ده وو??يل مونږ له به د اصلاحا?? پلو تلل وي٬مونږ له به ټيكس ټو جي ډي پي شرح زياتول دي٬ده وو??يل زمونږ معيشت چې په كوم ځاے موجود دے٬مونږ له هغه كارولو سره په هېواد كښې معاشي استحكام راوستل دي۔ده وو??يل په ګرانۍ كښې زمونږ د توقعات نه زيات كمے راغلے٬د دې له امله به زمونږ معيشت د استحكام حالت څخه پرمختګ پلو لاړ شي۔محمد اورنګزېب وو??يل د شهباز شريف حكومت د پالېسۍ فريم ورك او په پالېسۍ كښې د تسلسل وركولو په عزم باور لري۔ده وو??يل په هېواد كښې دا مهال چې كوم استحكام راغلے مونږ له به د دې د لا??ې دا خبره باوري كول وي چې مونږ بنيادي اصلاحات وكړو ځكه چې دا زمونږ د هېواد بنيادي ضرورت دے۔ده وو??يل د پاكستان بينكنګ سيكټر ښه والي پلو د روانېدو زېرے د هېواد معيشت لپاره مثبت پېشرفت دے۔د حكومت د پالېسي فريم ورك وركولو عزم او بينكنګ سيكټر سرمايه كارو ته آسانۍ وركولو لوظ دواړه په ګډه معاشي پرمختګ او مالياتي استحكام كښې مهم كردار ادا كولې شي۔ده وو??يل بينكنګ سيكټر كښې د ښه والي مطلب دا دے چې د سرمايه كارۍ په موقعو كښې اضافه اوشي٬وړوكې او مينځنۍ درجې كاروبار(SMEs) ته مالي مرسته ترلاسه شي او عامو وګړو لپاره هم تر بينكارۍ خذمات رسنه آسانه شي۔سرمايه كاري آسانه او محفوظ جوړولو لپاره به كاروباري ماحول ښه كول وي۔قوانين آسان او سرمايه كار دوسته پالېسۍ نافذ كول د بهرني سرمايه كارۍ لپاره لار هوارولې شي۔دا اصلاحات د اوږدې مودې معاشي استحكام لپاره بنيادي حېثيت لري او د هېواد پرمختګ لپاره لازمي دې۔
Nguồn bài viết : Sòng bạc lớn nhất thế giới